د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې څرنګوالی و ارزول شو
![چگونهگی مبارزه با موج سوم ویروس کرونا مورد ارزیابی قرار گرفت](/sites/default/files/2021-05/181694539_1348256705543505_4285526152113857007_n.jpg)
دوشنبه، غویی ١٣/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه غونډه کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې په تړاو د روغتیایي ادارو کړنې و ارزولې.
په دې غونډه کې، د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د تخنیکي کمېټو مسؤولینو او د ولایتونو د عامې روغتیا رییسانو په هېواد کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې لپاره د ترسره شوي اقداماتو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د دوی پر نورو هڅو ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي ادارو د دندو د ارزولو پرمهال له هغوی وغوښتل چې د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د لازیاتو اقداماتو په اړه هڅه وکړي.
ډاکتر مجروح، د روغتیايي مرکزونو په تجهیز ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې په روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن د سپما لپاره لازمه پاملرنه وکړي.