د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول
په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره کېږي، په ازبکستان هېواد کې د مېشتو افغان سوداګرو د استازو له لوري برابر او افغانستان ته ولېږدول شول او د کونړ عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شول.
د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص د افغان سوداګرو او په ازبکستان کې د افغانستان د سفیر له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
