د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې له خصوصي روغتیایي او غیر روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۴۴
MOPH

یاد نظارت چې د کونړ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د خصوصي روغتیایي او غیر روغتیایي سکټور څخه ترسره شو، پایله کې یې ۶۴ قلمه له نېټې تېر درمل او ۸۴۴ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

په دغه نظارت کې اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه والي او قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS