د کُونړ او نیمروز ولایتونو روغتیایي حالت وارزول شو
![د کُونړ او نیمروز ولایتونو روغتیایي حالت وارزول شو](/sites/default/files/2020-12/132021926_1262828510752992_533791570357016435_o.jpg)
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل، نن د "اتو بجو" په ناسته کې د کُونړ او نیمروز ولایتونو روغتیایي وضعیت واروؤ.
په دغه ناسته کې، د یاد شویو ولایتونو د عامې روغتیا رییسان چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل شوي وؤ، د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې په پار د دغه ولایتونو کړنې او ستونزې شریکې کړې او د دغه ولایتونو ستونزو د حل برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د همکارۍ غوښتونه وکړه.
همدارنګه د کورونا ویروس سره د مبارزې کمېټو مسؤلینو هم په دې ناسته کې خپل کاري راپور وړاندې کړ او د ستونزو حل د څرنګوالي په اړه یې بحث وکړ.
دغه راز د خصوصي سکتور د اتحادیې رییس په هغه روغتونونو کې چې د کورونا ویروس د نمونو معاینې معلومولو جواز لري خپل راپورونه وړاندې کړل او د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معنیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر له دوی څخه و غوښتل چې د اخیستل شویو نمونو د ازمایښت پر مهال له پوره دقت څخه کار واخلي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح د اړوندو څانګو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، هغه نمونې چې د خصوصي روغتونونو لخوا ازمایښت کېږي د کیفیت له مخې دې په جدي ډول سره تر ارزونې لاندې ونیسي، ترڅو هغه تېروتنه چې د کورونا ویروس ازمایښت برخه کې په خصوصي سکتور کې ترسره کېږي مخه یې ونیول شي.