د ۷ ولایتونو ۱۰ طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو ریاست اړوند مرکزي لابراتوارونو آمریت د ګلوبل فنډ په همکارۍ د ۷ ولایتونو ۱۰ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل (Bio Medical) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ

دغه روزنیز پروګرام د مسلکي او مجربو استادانو له لوري په نظري او عملي بڼه ترسره شو او موخه یې د طبي ټکنالوجستانو د مسلکي ظرفیت لوړول وو.

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو رئیس، الحاج دوکتور محمد قاسم صاحبي وویل: ګډونوالو ته په دې پروګرام کې د بایومیډیکل اړوند مهمو موضوعاتو اړوند زده کړې ورکړل شوې؛ څو له ترلاسه شویو زده‌کړو څخه په خپلو کاري برخو کې اغېزمنه ګټه واخلي او خپلې تجربې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.

نوموړي زیاته کړه، په راتلونکي کې به د اړتیا له مخې د نورو طبي ټکنالوجستانو لپاره هم ورته روزنیز پروګرامونه ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي، ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د خوست ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې. د خوست والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګډ نظارتي چک‌ لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست،. . .

BACK TO NEWS