د Handicap International پروژې څخه د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس څارنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۳۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي په کابل ولایت کې د Handicap International مؤسسې اړوند د معلولیت لرونکو کسانو د اړتیاوو پوره کولو پروژې څخه څارنه ترسره کړه

یاده څارنه چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د یادې پروژې له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

 همداراز، د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د هوکړه لیک له مخې معیاري خدمتونه وړاندې او نورو ولایتونو کې هم ورته سایټونه جوړ کړي.

د څارنې رئیس دغه راز، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د NIC لابراتوار یو ځل بیا په نړیوال کیفیت کنټرول کې لوړه درجه ترلاسه کړه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو (NIC) څانګې یو ځل بیا په بهرني کيفيت کنټرول (EQAP) کې لوړه درجه ترلاسه او د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې (WHO EMRO) هېوادونو کې د. . .

BACK TO NEWS