طبي سرغړونو ته د رسېدنې قانون د اصلاح او بډاینې په موخه غونډه ترسره شوه
دغه تخصصي غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو، د طبي شورا، ارشاد، حج او اوقافو وزارت، سترې محکمې، استخباراتو، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، لوړو زده کړو وزارت او د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب لوی ریاست د استازو په شتون کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې طبي سرغړونو ته د رسېدنې قانون د یو پریزنټېشن له لارې ګډونوالو ته تشریح او ګډونوالو د قانون تر ارزونې وروسته، د قانون د لا اصلاح او بډاینې په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل؛ ترڅو له اړینو اصلاحاتو وروسته د یاد قانون د بشپړولو او نافذېدو اړوند اقدامات ترسره شي.
