فاریاب او کاپیسا ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۱
moph

د فاریاب او کاپیسا عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې درې بابه درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو او ترڅنګ یې ۴۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.

د یاد نظارت په ترڅ کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې؛ څو خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت اړوند ټاکل شویو کړنلارو مطابق ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي ارزګان ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې د کلسټرونو د څارونکو او ولسوالیو همغږي کوونکو د روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه ده، په ترڅ کې یې د پولیو ملي بېړني مرکز رئیس وویل، دا روزنیز پروګرامونه به د راتلونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۱
Background image

په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۹
Background image

لغمان او ننګرهار ولایتونو کې له یو شمېر خصوصي درملتونونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې لغمان ولایت کې یو درملتون او ننګرهار ولایت کې یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو.

دغه راز. . .

BACK TO NEWS