لغمان، خوست، کونړ او دایکندي ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، لابراتوارونو، کلینیکونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۷
MOPH

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له‌ لوري ترسره شو، چې پایله کې یې لغمان ولایت کې ۸۵ کیلو ګرامه درمل، خوست ولایت کې ۵ درملتونونه، ۵ لابراتوارونه د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله وتړل شول او ۳۵ قلمه درمل راټول شول او کونړ ولایت کې هم ۳۹۳ کیلو ګرامه خوراکي توکي او ۳۲۰ کیلو ګرامه غیر الکولي مشروبات راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

همداراز، دایکندي ولایت کې ۶ کلینیکونه د مسلکي کارکوونکو د نه شتون له امله وتړل شول او ۵۰ قلمه درمل، چې ټول وزن یې یو ټن کېږي، د یوې اوونۍ په ترڅ کې راټول او د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې له‌ منځه یووړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS