له اختر مخکې د کانګو ناروغي د مخنیوي په پار د عامې روغتیا وزارت اقدامات
د روغتیا وزارت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په همکارۍ د زونوټیک (له څارویو څخه انسانانو ته د ناروغیو لېږد) د مخنیوي په پارد اختر رخصتۍ څخه د مخه د عامه پوهاوي او میکروب ضد درملو/ سپرې شیندلو پروګرامونه پیل کړل، ترڅو د کانګو ناروغۍ او کورونا ویروس باندې د هېواد والو د اخته کېدو مخه ونیسي.
دا پروسه د هېواد په 34 ولایتونو کې په لاره اچول شوې وه، چې د روغتیا او د کرنې وزارت زونوټیک کمیټې څخه ټیمونه توظیف شوي تر څو هغه ساحې سپرې/ درمل وشیندي چیرې چې څاروي پلورل کېږي او هغه کنه چې له څاوریو څخه انسان ته د کانګو ناروغي د لېږد سبب ګرځي له منځه یوړل شي او هېواد وال په دې ویروس اخته نشي.
همدارنګه دغه ټیمونه د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزه په اړه ځانګړي ډول د اختر رخصتیو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونې واوري او پلي یې کړي.
د عامې روغتیا وزارت رهبري د زونو ټیک کمیټې کار، فعالیتونو، د ولایتي روغتیا ریاستونو او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت همکارۍ څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې په هېواد کې د خلکو د روغتیايي حالت ښه والي په لور ښه ګام وباله.