له هېواد نه بهر د ځمکې له لارې د هېواد والو سفر او په دولتي لابراتوارونو کې د کورونا ویروس ازمایښت ترسره کولو په پار د عامې روغتیا وزارت خبرتیا

Panah_moph

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت، له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تلو څخه ډه ډه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خپلو مسافرینو ته خبرداری ورکوي، چې د کورونا ویروس د ازمایښت لپاره دولتي لابراتوارونو ته ولاړ نشي.

ځکه چې په دې لابراتوارونو کې د شته ازمایښتونو ظرفیت لږ دی او دا آزمایښت یوازې د شکمنو پېښو او په هېواد کې دننه د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره دی.

د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره د سفارت له لارې په همغږۍ دې ستونزو ته حل لارو د موندلو لپاره د خپل سفارت له لارې له پاکستان هېواد سره په اړیکه کې دی، خو د پاکستان حکومت اندیښنه لري چې ډېر سفرونه به په دواړو هېوادونو کې د کورونا ویروس د لا خپرېدو لامل شي.

په درنښت:ډاکتر احمد جواد عثماني

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزیر

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۰:۳۷
Background image

د اکمال تخصص برنامې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د ترینري عملي ازموینې په اړه!

د اکمال تخصص برنامې د ترینري ازموینې د تیوري برخې کامیاب شویو متخصصینو د پام وړ!

ټاکل شوې د ترینري ازموینې د عملي برخې ازموینه د ۱۴۰۳ هـ ش کال سرطان میاشتې له ۱۷ مې تر ۲۰ مې نېټې ( . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۳
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست له لوري، تخصصي ازموینې، چې د ازموینو ملي ادارې له لوري به واخیستل شي په لاندې ډول پلان شوي دي!

۱- د FMIC روغتون د زړه ناروغیو فوق تخصصي ازموینه د . . .

Back to announcements