میزان میاشت کې ۷۱ قلمه وارداتي درمل او روغتیايي محصولات ثبت او د ۱۲ بهرنیو شرکتونو د ثبت پروسه بشپړه شوه
د عامې روغتیا وزارت د وارداتي درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت کمېټې، د روان کال میزان میاشتې په ترڅ کې د اسنادو له څېړنې او تخنیکي ارزونې وروسته، ۷۱ قلمه وارداتي درمل او روغتیايي محصولات ثبت کړي، چې ۴۷ قلمه یې د G کوډ او ۲۴ قلمه یې د N کوډ لرونکي دي.
همدارنګه، د ۱۲ بهرنیو شرکتونو د ثبت پروسه هم بشپړه شوې ده.
دغه فعالیتونه د وارداتي درملو او روغتیايي محصولاتو د بازار د لا ښه تنظیم، د تخنیکي معیارونو له مخې د اسنادو د ارزونې او د شرایطو وړ شرکتونو او محصولاتو د ثبت بهیر اسانتیا په موخه ترسره شوي دي.
