ننګرهار ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو
په ننګرهار، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې په ننګرهار او ارزګان کې ۲ کتنځایونه او په نیمروز ولایت کې دوه درملتونونه او یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې او قانوني جوازونو د نه شتون له امله وتړل شول.