هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د «دیم فارما» په نوم د درملو یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۳
MOPH

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د نړیوالو بنسټونو او خصوصي سکتور استازو، ډاکټرانو، سوداګرو او صنعت‌کارانو ګډون کړی و.

یاده فابریکه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د باکیفیته درملو برابرولو او پر وارداتو د تکیه کمولو په موخه جوړه شوې، چې د شاوخوا ۳۰۰ قلمه درملو د تولید ظرفیت لري. همدارنګه، په دغو مراسمو کې د یادې فابریکې د دویم فاز د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه، چې د ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت به د زرقي درملو تولید لپاره جوړ شي. دغه فاز به په کال کې د ۳۰ میلیونه امپولونو او ۲۵ میلیونه ویالونو د تولید ظرفیت ولري.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د یادې فابریکې د پرانیستې مراسمو کې د تولیدي ظرفیتونو پراختیا، له کورنیو پانګونو څخه ملاتړ او پر وارداتو د هېواد د تکیې کمول مهم وبلل او هم یې د درملو د معیاري او مجهزو تولیدي فابریکو جوړول د درملو برخه کې د ځان‌بساینې او هېواد روغتیايي اړتیاوو پوره کولو برخه کې مهم ګام وباله.

دغه راز، د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د هېواد د پرمختګ او ابادۍ برخه کې د تولید، صنعت او ټکنالوژۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او تولیدي فابریکې یې یوازې د پانګونې لپاره نه، بلکې خلکو ته د خدمت، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS