هرات ولایت کې په لومړي ځل د تلسیمیا ناروغانو د درملنې یو مجهز روغتون تعمیر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۳:۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مخورو او افغان سوداګرو په مرسته د جوړ شوي تلسیمیا روغتون پرانیسته ترسره کړه.

د پرانیستې په دغه مراسمو کې د هرات والي، شیخ نور احمد اسلام جار او د ایران، ترکیې او ترکمنستان هېواد سفارتي استازو شتون درلود.

یاد تعمیر چې د تلسیمیا ماشومانو لپاره د هرات ولایت د مقام او عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ جوړ شوی، ځانګړی روغتون دی چې پر  تلسیمیا اخته ماشومانو لپاره به په کې خدمات وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هرات د مخورو حضراتو او سوداګرو قرباني بې سارې وګڼله او دا کړنه یې د تلسیمیا بې وسه ماشومانو درملنې برخه کې ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

د عامې روغتیا وزیر همداراز، د هېواد له نورو سوداګرو هم هیله وکړه، چې همدارنګه یو بل ته په لاس ورکولو سره ولسونو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړو، هغه وویل: هڅه کوو چې له داخلي بودجې څخه روغتیايي خدمات وړاندې کړو، همداراز که یو څوک غواړي چې دې برخه کې پانګونه وکړي، موږ ژمن یو چې اسانتیاوې ورته برابرې وکړو.

په دې مراسمو کې دغه راز، د یاد روغتون جوړونکو له لوري هم خبرې ترسره او وویل شو، چې په دې برخه کې به د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ کار کوي او د دغه روغتون لپاره به د تجهیزاتو برابرولو کې لا زیاتې هڅې کوي.

همداراز، د هرات والي وویل: هڅه کوي چې د روغتیا برخه کې د پانګونې په موخه لا نور سوداګر او پانګه وال وهڅوي، تر څو په دې برخه کې په خپلې پانګونې سره د ولسونو اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS