هلمند ولایت کې دوه موټره قاچاقي درمل ونیول شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۳۲
MOPH

دوه موټره درمل چې غوښتل یې له قاچاقي لارې هېواد ته داخل شي، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د جرمونو د څار آمریت له لوري په مارجه ولسوالۍ کې ونیول شول.

یاد درمل د هلمند د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله او د یاد ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په لارښوونه د عامې روغتیا ریاست مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

 دغه نیول شوی درمل چې ۶۳ قلمه او مجموعي اندازه یې ۴۶۷ کارتنه کېږي، ډېر ژر به د ټاکل شوي هیئت په شتون کې له منځه ولاړ شي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د عمده درمل پلورنځیو ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په قاچاقي لارو د درملو له واردولو څخه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به یې درمل ضبط او له منځه ولاړ شي او سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د خواجه بغرا نمبر ۲ عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کوونکو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۳۵
Background image

په بغلان او کندهار کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له ORCD سره د څه باندې ۱۰۳ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بغلان او کندهار ولایتونو کې تر پوښښ لاندې سيمو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راکمولو او د رواني روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لهOrganization for. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د کونړ ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

د کونړ ولایتي روغتون د رغونې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د روغتون کاري چاپېریال ښه او د ناروغانو لپاره به د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې. . .

BACK TO NEWS