هلمند ولایت کې د یو پرمختللي روغتیايي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کیښودل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۶:۱۵
moph

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د درې سوه اتیا زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یو پرمختللي روغتیايي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید، د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و.

د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید د یاد روغتیايي مرکز جوړېدل د هلمند مېشتو او په ځانګړې توګه د لښکرګاه او شاوخوا سیمو خلکو د روغتیایي ستونزو حل لپاره اړین وباله.

هغه په یادو مراسمو کې زیاته کړه، چې دغه پرمختللی روغتیايي مرکز د  کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د ۲۴ خونو او نورو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړېږي، چې چارې به یې د یولس میاشتو موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS