هلمند ولایت کې له یو شمیر دولتي او خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د نظارت او ارزیابۍ لوی رئیس، ښاغلی ډاکټر فضل الهي”علیزي“ په مشرۍ ګډ پلاوي هلمند ولایت ته د سفر په لړ کې له یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ
د دغه نظارت په ترڅ کې د خصوصي سکتور اړوند یو شمېر روغتونونو هغه څانګې چې قانوني جوازونه یې نه لرل وتړل شوې او روغتیايي پرسونل ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې ترسره شوې.