پنجشیر ولایت کې د سترګو څلور زره ناروغانو وړیا درملنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده ټیمونو له لوري په پنجشیر ولایت کې د سترګو د څلور زره ناروغانو وړیا درملنه ترسره شوه.
د پنجشېر ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حجت الله محمدي ویلي، چې د سترګو دغه ناروغان د افغانستان اسلامي امارت، د عامې روغتيا وزارت د ځانګړي روغتيايي ټيم له لوري د لس ورځو موده کې د دغه ولايت د رخه ولسوالۍ په څلوېښت بستريز روغتون کې تداوي شول.
دغه روغتیايي ټیم په یاده موده کې د سترګو د عادي ناروغیو درملنې ترڅنګ د ۵۰۰ کسانو د سترګو بریالي عملیاتونه ترسره کړي او پر ۵۰۰ هغو کسانو چې د سترګو نظریې کمزوری و، وړیا عینکې وېشلي دي.