په افغانستان کې په لومړی ځل د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوالې برنامې (SIGN) پرانیسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۳:۳۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي له لوري بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په لومړي ځل په دې ولایت کې د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوالې برنامې (SIGN) پرانیسته ترسره شوه

یاده برنامه، چې د بدخشان ولایتي روغتون کې په لاره اچول شوې وه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد یې په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د هېواد په روغتیايي سکتور کې یې دغه برنامه یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر په بدخشان ولایت کې د یو شمېر نورو اړینو روغتیايي څانګو د جوړېدو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې دی؛ ترڅو اړمنو هېوادوالو ته د روغتیا په برخه کې په کور دننه لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، چې په دې برخه کې په چټکۍ سره هڅې روانې دي.

همداراز د دې غونډې په دوام ډاکټر محمد اسماعیل وردګ د ساین برنامې د پرانیستې او افغان ډیوایس آلې په اړه د غونډې ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې په بدخشان ولایت کې داسې یوه برنامه پرانیستل کېږي، چې د افغان اُرتوپیدي متخصصینو له لوري په کې په یوه نوی طریقه د ماتو شویو هډوکو درملنه کېږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده اوومه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده اوومه فقره:

داخلي او نړیوال مؤسسات مکلف دي چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

BACK TO NEWS