په جوزجان ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د جوزجان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په فیض آباد ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر لابراتوارونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یو شمېر لابراتوارونه او کتنځایونه د قانوني جوازونو د نه تمدید کېدو له امله وتړل شول.