په سمنګان او لوګر ولایتونو کې د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۲۱
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري سمنګان او لوګر ولایتونو کې د میندو او ماشومانو لپاره د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو (RMNCAH) وړاندې کولو په موخه له Care of Afghan Families-CAF مؤسسې سره د (۳۱۸۲۴۷) درې سوه اتلس زره دوه سوه اووه څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۵روغتيايي ځالو له لارې د یادو ولایتونو (۳۲۴۱۱) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (‍۱۹۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د CAF مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د  یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS