په میدان وردګ ولایت کې یو اساسي روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګ والي ښاغلي ملا خيرالله خيرخواه، د عامې روغتیا رئیس حافظ سعيدالرحمن قادري، د دایمرداد ولسوال او یو شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو ګډون کړی و.
یاد روغتیايي مرکز د اميد خیریه بنسټ له لوري د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې د دایمرداد ولسوالۍ د دشت نو په سیمه کې جوړ شوی، چې په فعالیت سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمات برابر او روغتیايي خدمتونو ته به د یې لاسرسی اسانه شي.
