په نورستان کې د نشه‌یي توکو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۳۵
MOPH

د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست د نورستان ولایت د روږدو درملنې شل بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري د «مانده» کلي په جومات کې د نشه یي توکو د کارونې مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو:

د دې پروګرام موخه د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ څو هغوی د نشه یي توکو د کارونې له امله د رامنځته کېدونکو روغتیايي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي زیانونو په اړه معلومات تر لاسه کړي. په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د نشه یي توکو د ډولونو، د هغو د زیانمنو اغېزو، د روږدیتوب د ناوړه پایلو او د مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات وړاندې شول.

په پای کې ټینګار وشو، چې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او د عامه پوهاوي پروګرامونو دوام کولای شي، د یوې سالمې او له روږدیتوب څخه پاکې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د «دیم فارما» په نوم د درملو یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د نړیوالو بنسټونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۰
Background image

د هېواد په شمال ځتيځ زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د. . .

BACK TO NEWS