په هرات ښار کې له ۲۳ درملتونونو او یوې تولیدي فابریکې څخه د روغتیايي محصولاتو د کیفیت څارنه تر سره شوه

د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي محصولاتو او درملو د تولید او وارداتو څخه د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت له لوري د دغه ولایت په لومړۍ، دویمې او درېمې ناحیې کې له ۲۳ درملتونونو څخه نظارت تر سره شو.
همداراز، د مینځونکو توکو د تولید یوې فابریکې څخه هم نظارت تر سره شو، چې پایله کې یې ۲۰ بیلره له نېټې تېر مواد او ۲۳ بیلره غیر مجاز خام مواد راټول او د له منځه وړلو تر وخت پورې په اړوند ځای کې قرنطین شول.
دغه راز، د نظارتي ټیم له لوري اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.