په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ګردیز ښار له یو شمېر خصوصي کتنځایونو، غاښونو کلینیکونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په پایله کې درې لابراتوارونه، شپږ د غاښونو کتنځایونه او درې کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.