په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې په لوګر کې یو سراپا کلینیک او پکتیا کې ۷ کتنځایونه، ۳ د غاښونو کلینیکونه، ۳ تطبیق خونې او ۵ لابراتوارونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې او قانوني جوازونو د نه شتون له امله وتړل شول.