په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) هېڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۸
jj

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن یکشنبه د رجب المرجب میاشتې ۱۶مه نېټه د یو خبرې کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان هېواد د  «ان آی اچ» ادارې له لوري په کونړ ولایت کې د یوې لس کلنې ماشومې د پولیو (ګوزن) ناروغۍ د اخته کېدو په تړاو خپور شوی خبر رد او په دې اړه خپرې شوې ویناوې یې بې بنسټه او غیر مسئولانه وګڼلې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر بنسټ دغه ماشومه په نیورولوژي (یو ډول مغزي ناروغي ده) اخته ده، د وجود یوه برخه یې فعالیت نه لري او د پولیو هېڅ ډول نښې نښانې یې په وجود کې شتون نه لري.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې اړه خپور شوی خبر له حقیقت لېرې وګاڼه او و یې ویل چې د دې ماشومې په اړه د یادې ادارې ویناوې غیر مسئولانه دي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

ښاغلي وزیر همداراز په افغانستان کې د پولیو د تشخیص د لابراتوار د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړ او په نیږدې کې به یې پرانیسته ترسره شي او وروسته له دې به د پولیو پېښې په کور دننه تشخیص شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیا دوهم ملي او نړيوال نندارتون د پيلېدو په تړاو خبري کنفرانس ترسره شو

ياد نندارتون چې د روان کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه به پيل او تر ۲۴ نېټې پورې به دوام ولري، په اړه يې جوړ شوي خبري کنفرانس کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

په غور ولايت کې ۱۷۸ روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوارځواکۍ او ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ياد پروګرام د «Wasting او ECD» تر سرلیک لاندې د خوارځواکۍ له امله د بدن د وزن شدید کمښت تشخیص او درملنې او د ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د قلعه کاشف عالي لېسې څه باندې ۴۳۰۰ زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

ياد پروګرام د عامې روغتيا وزارت، ابن سینا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستريز روغتون د عامه پوهاوي ټيم له لوري تنظيم شوی و او د نشه‌يي توکو د زیانونو، ناوړه پایلو او د روږدي کېدو د مخنیوي په اړه. . .

BACK TO NEWS