څلویښت تنه متخصصین او نرسان د ICU په برخه کې د یو میاشتنۍ زده کړې په موخه ایران ته واستاول شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري څلوېښت تنه روغتیايي کارکوونکي (متخصصین او نرسان) د جدي څارنې (ICU) په برخه کې د هر اړخیزو یو میاشتنۍ زده کړو ترلاسه کولو په موخه ګاونډي هېواد ایران ته استول شوي
یادو روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې زده کړې پیل شوي، چې هېواد ته په بېرته راستنېدو سره به د روغتیا په برخه کې ډېر څه نوي له ځان سره ولري
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او متخصصینو د روزلو لپاره په کور دننه د ټولو شته امکاناتو او متخصص روغتیايي پرسونل څخه د ګټې اخیستنې برسېره په بهرنیو هېوادونو کې هم روغتیايي کارکوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي یو پیاوړی روغتیايي سیستم رامنځته او په کور دننه ټولو ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.