کندز ولایت کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو روغتیایي مرکز د جوړیدو ډبره کیښودل شوه
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کندُز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بشپړ روغتیايي مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد روغتیايي مرکز د عامې روغتیا وزارت له لوري د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ د کندزُ ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند، نوآباد سیمه کې جوړیږي، چې په جوړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته او تر ډېره به یې روغتیايي ستونزې حل شي.