کنړ ولایت کې د یو بنسټیز روغتیایي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت مرکز اسعداباد اړوند تیشې سیمه کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بنسټیز روغتیایي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي،د کونړ عامې روغتیارییس قاري مظفر خان مخلص، قومي مشرانو، دیني عالمانو د یو شمېر ادارو رییسانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د یاد روغتیایي مرکز د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او هم یې د تیشې د سیمې اوسیدونکو لپاره د یاد روغتیایي مرکز جوړېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله.
د دغه روغتیایي مرکز تعمیراتي چارې د یو هېوادوال په مالي همکارۍ پیل شوې چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا پنځلس زره خلک له روغتیایي خدمتونو برخمن شي.