کنړ ولایت کې څه باندې ۲۶ ټنه له نیتې تیر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسئولینو له لوري په دغه ولایت کې د نږدې ۳.۱ میلیون افغانیو په ارزښت، څه باندې ۲۶ ټنه له نیټې تېر درمل ،خوراکي توکي او الکولي مشروبات له منځه یوړل شول.
دغه خوراکي توکي او درمل چې د کونړو ولایت له خصوصي سکتور څخه د نظارتونو پایله کې راټول شوي وو د یو ګډ پلاوي په شتون کې له منځه یوړل شول.