کونړ او زابل ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو
د کونړ او زابل عامې روغتیا مسئولینو په یادو ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکټور اړوند، له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو، لابراتوارونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۳۲ بابه بېلابېل کتنځایونه، درملتونونه او لابراتوارونه د غیر قانوني فعالیتونو او جوازونو نه درلودو له امله وتړل شول.