کونړ او هلمند ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۴۵ عرادې موټر سایکلونه ورکړل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۱:۱۹
MOPH

د یادو موټر سایکلونو له ډلې ۱۵ عرادې د یونیسیف ادارې له لوري د کونړ د عامې روغتیا ریاست ته او ۴۵ عرادې د افغان روغتیایي او پرمختیایي خدمتونو مؤسسې له لورې د هلمند د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شو، چې په لرې پرتو سیمو کې به د واکسیناسیون ټیمونو او روغتیایي کارکوونکو د تګ راتګ  اسانتیا لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

د یادو موټرسایکلونو د سپارلو مراسمو کې د کونړ د عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص د یونیسیف ادارې څخه د یادې مرستې په موخه مننه وکړه او له ټولو واکسیناتورانو یې وغوښتل، چې سپارل شوي مسؤلیتونه په صادقانه توګه تر سره او له دې وسایطو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي.

دغه راز د هلمند د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر نقیب الله فاتح هم ټولو واکسیناتورانو ته وویل: په هغه سیمو کې خدمات وړاندې کړئ، چې له روغتیايي مرکزونو څخه لرې وي؛ تر څو ټول هېوادوال له روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو برخمن اوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS