کونړ کې يو روغتيايي مرکز له بیا رغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چلس فرعې روغتیايي مرکز نوی تعمیر، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوی و، د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د اسټرالیا د ملبورن ښار د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق (رض) جومات په مالي مرسته د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت له رغول کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې چې د کونړ مرستیال والي، عامې روغتيا رئيس، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، د هیلت نیټ مؤسسې استازو، قومي مشرانو، رسنیو او نورو ګډون کړی و، د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص د ولس لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ څرګند او د مرسته کوونکو بنسټونو څخه يې مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د یاد مرکز په فعالېدو سره به د سیمې له ۳ زرو څخه تر ۷ زرو پورې اوسېدونکي په معیاري چاپېریال کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
