۱۸ تنو متخصصینو ته د ICU په برخه کې لس ورځنی روزنیز ټریننګ تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري په مرکز کابل کې ۱۸ تنه متخصصینو ته د (Clinical Case Management in intensive care Services) ICU تر عنوان لاندې لس ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.
یاد روزنیز ټریننګ د خوړو نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د اندراګاندي، شیخ زاید او علي جناح تخصصي روغتونونو او د کندهار، زابل، نورستان، لوګر، غزني، پکتیا او بلخ ولایتونو ۱۸ تنه متخصصینو ته ترسره شو، چې د مجربو استادانو له لوري په کې ګډونوالو ته زده کړې ورکړل شوې.
د دغه ټریننګ پر مهال د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې رئیس، دوکتور مجیب الرحمن ماموندزي ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ چې د ټریننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات دې په اړوندو برخو کې پلي کړي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته په غوره توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.