۳۰ تنو ته د IPC تر عنوان لاندې روزنیز ټریننګ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري په مرکز کابل کې د ملالۍ او اتاترک ماشومانو درملنې روغتون ۳۰ تنه کارکوونکو ته د IPC ( مرضونو د مخنیوي او کنټرول) ترعنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.
یاد ټریننګ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د اندرا ګاندي ماشومانو درملنې روغتون په تالار کې ترسره شو، ګډونوالو ته په کې د مجربو استادانو له لوري په عملي او نظري توګه زده کړې ورکړل شوې