۵۰ تنه نوماندانو څخه د میزلس فوکل پاینټ واکسین انجینر لپاره ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۶:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست د دې وزارت د کتلوي معافیت آمریت په همکارۍ د یوې ناستې په ترڅ کې  د ارتباطاتو، روزنې، مالي او اداري څانګو ۵۰ تنه نوماندانو څخه د میزلس فوکل پاینټ واکسین انجینر لپاره ازموینه واخیسته.

 په دې برنامه کې د یونیسف په ګډون د بېلا بېلو ادارو استازو شتون درلود او له ټولو وړ نوماندانو څخه  په خپلو اړوندو څانګو کې تحریري ازموینه واخیستل شوه، چې د هرې څانګې لپاره ۵ سوالونه او د سوالونو د حل لپاره یو ساعت وخت ورکړل شوې و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS