د عامې روغتیا وزارت له لوري د وینې اهدا کوونکو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۲۸
MOPH

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ هڅه دا ده، چې ناروغان د اړتیا پر مهال معیاري وینې ته بشپړ لاسرسی ولري، په همدې موخه د وینې ملي بانک د تېر کال په ترڅ کې د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د شاوخوا (۶۹۹۳۹۴) خلکو د وینې ګروپونه تثبیت کړي او (۲۲۷۵۱۷) پاینټ وینه یې ناروغانو ته اهدا کړې ده.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام سپېڅلي دین له نظره د وینې د اهدا کولو اهمیت او د انسانانو د ژوند ژغورلو په اړه هر اړخیزه وینا تر سره او له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې د خپلې وینې په اهدا کولو سره د اړمنو انسانانو ژوند وژغوري.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي ګډونوالو ته د وینې بانکونو جوړولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د معیاري سیستم رامنځته کولو، د روغتیايي خدمتونو ډیجیټل کولو او د وینې بانکونو د ځان بسیاینې په برخه کې د وزارت د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د وینې ملي بانک آمر ډاکټر نیازګل نیازمند وویل: د عامې روغتیا وزارت اړوند د وینې بانکونه په مرکز او ولایتونو کې اړمنو کسانو ته د سالمې وینې برابرولو په موخه خدمتونه وړاندې کوي، موږ د رسنیو، ټولنیزو شبکو، پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، استادانو، ډاکټرانو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو له ټولو مسؤلینو غوښتنه کوو، چې خلک د وینې اهدا کولو ته وهڅوي؛ تر څو ناروغانو ته له اړتیا سره سم وینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS