د بلخ ولايت په حوزوي روغتون کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص یو مجهز لابراتوار فعال شو
دغه مجهز او معیاري لابراتوار چې د بلخ عامې روغتیا ریاست په ملاتړ فعال شو، د ملاریا ناروغۍ د دقیق او پر وخت تشخیص، د ناروغانو معیاري درملنې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو برخه کې به مهم رول ادا کړي.
د دې لابراتوار په فعالېدو سره به د ناروغانو معاینات په چټک، دقیق او باوري ډول ترسره کېږي او د ملاریا ناروغۍ د پېښو ثبت، څارنې او کنټرول بهیر به هم لا اغېزمن شي.
