د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې پلاوي د هرات روغتیايي مرکزونو ارزونه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد سره ليدنه ترسره کړه
د يادې ليدنې پر مهال چې د هرات عامې روغتيا ریاست يو شمېر نورو مسؤلینو او كاركوونكو هم شتون درلود، د روغتيايي خدمتونو کیفیت ښه والي، پراختیا، شته ستونزو حل، امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دغه راز، ياد پلاوي د هرات سيمه ييز او د بې سرحده ډاکټرانو روغتون څخه د نظارتونه پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، د واکسیناسیون خدمات، حفظالصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو پاکوالی او د انتاناتو د کنټرول اصول د روغتيا وزارت له معیارونو سره سم وارزول او د خدمتونو پر کیفیت، د ساری ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو په رعایت، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو يې ټینګار وکړ.
همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، د کارکوونکو چلند او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پر حساب ورکوونه، شفافیت او د مراجعینو د حقونو په رعایت یې ټینګار وکړ.
