د مجاز درملو د ملي لېست د بیاکتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۴۸
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د کلینیکي ازموینو د تنظیم او کنټرول امریت له لوري د تخصصي روغتونونو د متخصصینو، د کابل طبي پوهنتون استازو، د فارمسي پوهنځي علمي کادر غړو او د خوړو او درملو معینیت د متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې هغه ۱۶ ډوله درمل چې د خصوصي مؤسسو او شرکتونو له لوري د مجاز درملو په ملي لېست کې د شاملېدو لپاره وړاندیز شوي وو، د علمي شواهدو، تخنیکي معیارونو، د هېواد د روغتیايي نظام د اړتیاوو او نافذه لارښودونو پر بنسټ په هر اړخیزه توګه وارزول شول.

همدارنګه، د ترسره شویو ارزونو په پایله کې یو شمېر وړاندیز شوي درمل د علمي او تخنیکي معیارونو له پوره کولو سره سم د مجازو درملو په ملي لېست کې د شاملېدو وړ وپېژندل شول او د یو شمېر نورو درملو په اړه، د کافي علمي شواهدو او اسنادو د نشتوالي له امله پرېکړه وشوه، چې د هغوی ارزونه دې تر هغه وخته وځنډول شي؛ څو اړینې څېړنې يې بشپړې او لازم اسناد وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو. . .

BACK TO NEWS