د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د غیرالکولي مشروباتو او پاپړو له څلورو تولیدي تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو د خطر تحلیل، سرويلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو د کابل ښار نهمه ناحیه کې د غیرالکولي مشروباتو او پاپړو څلورو تولیدي تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ

د دغه نظارت پر مهال د GMP، GHP او HACCP اصولو پر بنسټ د تولید په بهیر کې مهمې او بحراني نقطې په ګوته او د فابريکو مسؤلینو ته د ستونزو حل او روغتیايي معیارونو مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه، د روغتیايي معیارونو د نه مراعاتولو له امله د غیرالکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه وتړل شوه. ۴۰ بوشکې هایدروجن پراکساید او ۱۱ بوشکې له نېټې تېره ذایقه (Flavor) قرنطین او د اړوندو شرکتونو مسؤلينو ته لارښوونه وشوه، چې د فعالیت جواز ترلاسه کولو لپاره د خوړو او درملو معینیت ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري پکتیا ولایت کې له بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د دغو نظارتونو پر مهال د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، روغتیايي وضعیت، د خدماتو لا ښه والي په موخه شوي وړاندیزونه او شته ستونزې وڅېړل شوې او د روغتیايي ارقامو د کیفیت له. . .

BACK TO NEWS