د عامې روغتیا وزیر په هرات کې د ۴۰۰ بستریز ماشومانو روغتون له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۴۵
MOPH

د ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغان سوداګر حاجي عبدالظاهر بشري له لوري د کوچنيانو جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتيا وزیر د یاد روغتون د رغنیزو چارو بهیر له نږدې وکاته او د چارو د کیفیت، پرمختګ او د ټاکل شويو معیارونو له مخې یې د پروژې د تطبیق په اړه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همداراز، د عامې روغتيا وزير د روغتیايي بنسټونو جوړول او پراختیا د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او د افغان سوداګر له لوري یې روغتیا برخه پانګونه د ولس د خدمت لپاره يو ارزښتناک اقدام وباله.

ښاغلي وزير ټینګار وکړ، چې د دغه ډول روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به ماشومانو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه لا پراخه شي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې به مهم رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې د ياد روغتون بنسټ ډبره تېر کال د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي له لوري کېښودل شوې وه، چې د جوړېدو چارې یې په چټکې روانې دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS