په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه پنځوس زره اته سوه پنځه نوي افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۷ روغتیايي مرکزونو او ۳۴۸ روغتیايي پوستو له لارې د یاد ولایت (۱۶۸۵۷۳) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۶) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د CHA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د  یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS