د عامې روغتیا وزارت او HEWAD مؤسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د لاسرسي زیاتوالي په موخه له HEWAD مؤسسې سره د (۱۰۲۲۵۰۵) یو میلیون او دوه ویشت زره پنځه سوه پنځه  ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د رواني ټولنیزو خدمتونو ۳۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۱۱۸۹۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۰۴) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د HEWAD مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې درې ورځني ورکشاپ

د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا د ۲۰۲۷ کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر: د افغانستان د راتلونکي روغتیايي پلان لپاره د ګډو نظرونو او مثبتو پرېکړو فرصت برابر شوی دی

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۷ کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۲
Background image

د سرغړونو له امله ۷۴ درملتونونه، شرکتونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکز کابل په ګډون په هرات، بلخ، فراه، لغمان، دایکندي، هلمند، بغلان، کونړ، روزګان، فاریاب، بامیان، خوست، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې د غیرقانوني فعالیتونو. . .

BACK TO NEWS