د عامې روغتیا وزارت او HEWAD مؤسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د لاسرسي زیاتوالي په موخه له HEWAD مؤسسې سره د (۱۰۲۲۵۰۵) یو میلیون او دوه ویشت زره پنځه سوه پنځه  ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د رواني ټولنیزو خدمتونو ۳۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۱۱۸۹۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۰۴) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د HEWAD مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

محترم وزیر صحت‌عامه از مرکز اپیدمیولوژی و کنترول بیماری‌های بلاروس دیدار کرد

محترم مولوی نور جلال جلالی، وزیر صحت‌عامه ا.ا. افغانستان، در جریان سفر رسمی خود به بلاروس، همراه با هودژایف الکساندر، وزیر صحت این کشور، از مرکز اپیدمیولوژی و کنترول بیماری‌های بلاروس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

بیش از ۳ هزار نمونه در لابراتوار کنترول کیفیت غذا، ادویه و محصولات صحی در ماه سنبله بررسی شده است

ریاست لابراتوار کنترول کیفیت غذا، ادویه و محصولات صحی معینیت غذا و ادویه، در ماه سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش، در مجموع ۳۴۶۴ نمونه شامل ۳۳۱۸ نمونه ادویه، ۱۱۶ نمونه مواد غذایی و ۳۰ نمونه آب را دریافت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

ساخت یک مرکز صحی اساسی با هزینه ۱۶۵ هزار دالر در ولایت لغمان آغاز شد

کار ساخت یک مرکز صحی اساسی در منطقه کرنج مربوط به مهترلام، مرکز ولایت لغمان، با حمایت مالی سازمان بین‌المللی مهاجرت (IOM) آغاز شد.

این مرکز دارای ۱۵ اتاق بوده و قرار است در مدت پنج ماه. . .

BACK TO NEWS