په کابل ښار کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست اړوند د خطر تحلیل، د خوړو سرویلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو له لوري د خوړو په موادو کې د خطر د تحلیل پر بنسټ، د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو.
د دغه نظارت په بهير کې د تولید او حفظالصحې برخو کې مهمې او بحراني نقطې وپېژندل شوې او د فابریکو مسؤلینو ته د ښه تولید اصولو (GMP)، د ښې حفظالصحې اصولو (GHP) او د خطر تحلیل او بحراني نقطو د کنټرول سیستم (HACCP) د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه، له یادو فابریکو څخه په حشراتو ککړه وچه آلوبالو، له نېټې تېر شوی سودیم متابایسلفیت، د صنعتي اسیتیک اسید د شتون په اړه مشکوک یو بیرل سرکه، د آلوبالو او مالټې شپږ بیرله له نېټې تېر کانسنترېټ، ۳۰ بوشکې له لیبل پرته هایدروجن پراکساید، د جوس ۹ عدده خوندورکوونکي مواد، یو شمېر له نېټې تېر لابراتواري ریجنټونه، ۱۸۰ بستې سرکه او ۳۳۰ بستې مشکوکه مربا راټولې او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته انتقال شوې.
