د نیمروز محرومو سیمو کې د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د پراختیا هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۴۱
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نیمروز ولایت په محرومو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي او کیفیت لرونکو، هر اړخیزو تغذیوي خدمتونو ته د لاسرسي ښه ‌والي په موخه له Medecins du Monde France-MdM-F مؤسسې سره د (۹۹۲۴۶۰) نهه سوه دوه نوي زره څلور سوه شپیېته ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د ۷ میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۳۷۱۲۷) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د MdM-F مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ۷ میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS