هلمند ولایت کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي او غیرقانوني درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول
د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارتي فعالیتونو او د امنیتي او استخباراتي ادارو په همکارۍ د تېرو ۳ اوونیو په ترڅ کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي درمل او ۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي راټول او ضبط کړل.
یاد درمل او خوراکي توکي د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د هلمند ښاري محکمې د حکم او نافذه قوانینو له مخې د دغه ولایت په قلعه بس ریګ سیمه کې له منځه یووړل شول.
